الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په مشرۍ «د کابل ښار د مکروریانو ستونزې» په نامه ناسته وشوه

25 حمل 1399

په دغه ناسته کې چې د مکروریانو د ساحو رییس او د محلي شوراګانو غړو کډون پکې کړی و، د کابل ښار د مکروریانو د ساتنې او څارنې تصدۍ د نه مشورې او همغږۍ او د هغو ساحو اوسېدونکو اړتیاوو ته د ځواب ویونکو خدمتونو له نه وړاندې کولو له امله شکایت وکړ او زیاته یې کړه: د مکروریانو د ساتنې او مراقبت اداره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د ښاري خدمتونو په برخه کې د روڼتیا او ځوابوینې لپاره له دغه شورا سره د مشورې او رایې اچونې غوښتنه کوي؛ د دې شورا مسوولان د مکروریانو د خلکو د ستونزو د حل غوښتنه کوي او وايي: د مکروریانو د ساتنې او څارنې تصدۍ د عوایدو یوازینۍ سرچینه د خدمتونو د محصول راټولول دي، چې کلونه مخکې یې د راټولولو مسوولیت له مالیې وزارت څخه اخیستی دی. د مکروریانو د ساتنې او څارنې د تصدۍ پر ځان نه بسیا کابل ښاروالۍ ته ستونزې جوړې کړې دي، حتی د دې ادارې مامورینو ته د امتیازونو ورکولو توان هم نه لري او د هغو ساحو لسګونه نورې ستونزې یې کابل ښاروال ته روښانه کړې. کابل ښاروال د خلکو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل: موږ د خلکو د ستونزو د غوره حل په لټه کې یو او هغه هم خپله د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري. د مکروریانونو د خلکو د شورا له غړو یې وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ د عوایدو د راټولولو د څرنګوالي او او د تصدۍ د عایداتو د ټکس په اړه ځانګړي وړاندیزونه ترتیب کړي او د مکروریانو د ستونزو د حل په موخه یې اړوندو برخو ته د جدي پاملرنې لپاره لارښوونې وکړې او ځان یې د کابل خلکو خدمتګار وباله.