د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ډاکټرانو د ملي ټولنې له غړو سره ولیدل

26 حمل 1399

په دې لیدنه کې د ډاکټرانو د ملي ټولنې په استازۍ دکتور رووفی، ډاکتر سید خالد راشد، استاد احسان الله مهمند او قاري عبدالله بشردوست حضور درلود. په لومړیو کې کابل ښاروال له کرونا وېروس سره د مبارزې په چاره کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامو د تشریح تر څنګ وویل: زموږ بنسټ به د خپل توان پر اساس هڅه وکړي. د وېروس د مخنیوي لپاره خلک له موږ سره همکار دي او د کابل ښاروالۍ د پوهاوي ټیم د ډاکټرانو د توصیو په پام کې نیولو په موخه د ښار اصنافو او خلکو ته هره ورځ معلومات ورکوي. کابل ښاروال د ډاکټرانو او روغتیایي ټيمونو له خدمتونو او هڅو څخه د مننې تر څنګ له کرونا سره د مبارزې د اتلانو په توګه د ډاکټرانو او روغتیايي کارمندانو د جدي او هر اړخیز ملاتړ لپاره خپله قوي اراده څرګنده او ډاډ یې وښود چې د الله متعال په مرسته به په کابل کې خلک او مسوولان د کرونا وېروس پر وړاندې بریالي شي او یو ځل بیا یې له خلکو وغوښتل چې له راټولېدو ډډه وکړي.