د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال:

27 حمل 1399

 بېساري هڅې به وکړو چې په کابل ښاروالۍ کې د رهبرۍ او مدیریت په کچه زیاتو ښځو ته د کار زمینه مساعده شي، ترڅو ښځې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د سوکالۍ او ابادۍ لپاره هڅه او کابل ښاریانو ته خدمت وکړي کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن د ښار د ناحیو له مرستیالانو سره چې د دغه بنسټ د رهبرۍ او جندر غړو هم حضور درلود، د ښاري نظم د ټڼیګښت په ځانګړې توګه د ناقانونه ودانیو جوړولو، تنظیفي مسایلو، ګرځندنده پلورونکو د تنظیم، له ښاري تاسیساتو څخه د ګټې اخیستنې په څرنګوالي کې د کورنیو د رول د پياوړي کېدو، د سمسورتیا ساتنې او پراختیا او په ټولنیز ژوند کې د ښاري قوانینو د پلي کولو په اړه بحث وکړ.کابل ښاروال وویل: زموږ د بنسټ مشرتابه به ژر تر ژره ښځینه پاړکي ته د اقتصادي ودې او کارموندنې لار هواره کړي او په دغه بنسټ کې به د ښځو فردي او ټولنیز خوندیتوب هم ټینګ شي او ګڼ پروګرامونه لرو، ترڅو په ښاري مدیریت کې د ښځو رول پياوړی کړو، ځکه ښځې په مثبت فکري لیدلوري او سلیقې په کورنیو کې پر مدیریت سربېره په ښاري نظام کې هم اغېزمن رول لوبولی شي او د ښځو د طرحو او نظریاتو غوښتنه یې وکړه، ترڅو په راتلونکي کې اعظمي ګټه ترې واخیستل شي.