د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښاري ستونزو د حل لپاره د مدني ټولنې له ځینو غړو سره ولیدل

1 ثور 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د ښاري ستونزو د پېژندنې او حل لپاره د مدني ټولنې له ځینو غړو سره ولیدل. کابل ښاروال په دې لیدنه کی د ښاري نظم په ټينګښت او ښاري ژوند د عالي فرهنګ د دودولو په برخه کې د ستونزو د اوریدو تر څنګ د مدني ټولنې او د خلکو د رول په اړه خبرې وکړې او ويې ویل: موږ د خپلو خلکو او مدني ټولنو په مرسته اغېزمنو او کارنده پروګرامونو او د ښاري اصولو او قوانينو په پلي کولو کې ښې پايلې لاس ته راوړولی شو. اړینه ده چې مدني ټولنې د ښاري فرهنګ په دودولو، د اړمنو کسانو په تشخیص، د ښاري تاسيساتو په ګټه اخیستنه او د نورو ښاري پروګرامونو په اجرا کېدو کې له موږ سره مرسته وکړي. کابل ښاروال د ښاريانو د چاپېريالي ستونزو د حل او ښاری نظم د رامنځته کېدو په برخه کې د دې ادارې پر ګڼو پروګرامونو رڼا واچوله او له کابل ښاروالۍ سره د مدني ټولنو د همکاريو د دوام غوښتنه يې وکړه. په پای کې د مدني ټولنې غړو د کابل ښاروالۍ په نوو پروګرامونو خوښي څرګنده کړه او د ښاري نظم او ښار د ابادۍ لپاره يې ژمنه وکړه.