د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ولسي جرګې رییس خپل یو روغتون د کرونا وېروس ناروغانو درملنې ته وقف کړ

1 ثور 1399

نن د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له کرونا وېروس سره د غوره مبارزې په موخه خپل یو ۶۰ بستریز روغتون د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د ولسمشر مشاور عبدالحکیم نجرابي او د ملي شورا غړو په حضور د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړ. کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د دغه روغتون د سپارلو پر مهال وویل: د دغه مرکز د جوړېدو موخه د کرونا ناروغانو منزوي کول او د دغه وېروس د خپرېدو مخنیوی دی. کابل ښاروالي به له کرونا وېروس څخه د رامنځته شوي بیړني حالت له امله تر راتلونکې یوې اونۍ پورې خپل تاسیسات د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړي، ترڅو د ۲۱۰۰۰ بسترونو مرکزونه چمتو شي او د کرونا هغه ناروغان چې روغتیايي وضعیت یې ښه دی او په کورنو کې مناسب ځای نه لري، ورانتقال کړل شي. عامې روغتیا وزیر په هېواد کې د کرونا وېروس د خپرېدو له زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړه او په بیړني حالت او له کرونا وېروس سره په مبارزه کې یې د نورو افغانانو مرستې او همکارۍ اغېزمنې وښودې او له عامو خلکو یې وغوښتل ترڅو پر دغه وېروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي توصیو ته پاملرنه وکړي او له نااړین تګ راتګ څخه ډډه وکړي. همدارنګه ډاکټر فیروز زیاته کړه چې له کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره به وقایوي تدابیر او لا زیات امکانات او تجهیزات چمتو کړل شي. په همدې توګه ښاغلي رحماني زیاته کړه چې که لاسونه یو بل ته ورکړو، ستونزې کمېږي او ټولیز امن او سوکالي به راشي.