په دغه فعالیت کې د دويمې او درېيمې ناحيې ۱۳ د قصابیو دوکانونه کنټرول او وڅارل شول، چې دوه یې جریمه او له ۱۱ ژمنه واخیستل شوه او که د روغتیایي معیارونو په پام کې نیولو په برخه کې خپل فعالیتونه اصلاح نه کړي، بندېږي. ټاکل شوې چې څارنه په نورو ناحيو کې هم دوام ومومي، د قصابیو د کنټرول په برخه کې د مسوولانو پاملرنه او همکاري اړینه ده، ترڅو په هغو شرایطو کې چې کرونا وېروس د ښاريانو روغتیا ګواښي، اصناف د روغتيايي موازينو په پام کې نیولو سره تر کنټرول لاندې وي.