الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د پرمختیايي پروژو مرور او بیاکتنه

3 ثور 1399

د کابل ښاروالۍ نوي مشرتابه د کابل ښار د پرمختیايي پروژو، چې نړیوال بانک یې ملاتړ کوي، مرور او بیاکتنه وکړه. په هغه ناسته کې چې د همدې موخې لپاره د کابل ښاروال په مشرۍ جوړه شوې وه، د پلازمېنې د دوو پرمختیايي پروژو په توګه د کابل ښار پرمختیايي پروګرام او کارموندنې پر پروژه بحث وشو، چې د نړیوال بانک په ملاتړ د کابل ښار د پرمختیايي پروګرام ادارې (KMDP)له لورې عملي کېږي. ویل کېږي د کابل ښار پرمختیايي پروګرام، چې پر اسانتیاوو رامنځته کولو او ښاري خدمتونو تمرکز لري، کارموندنه – څلورمه برخه د کابل ښار د پرمختیا یوه بله پروژه ده چې موخه یې هغه ګواښونه له منځه وړل دي چې خصوصي سکټور ورسره مخ دی او په دې توګه د ساختماني جواز د صدور پروسې په اسانتیا او د مارکېټونو د بېخ‌بنسټ په پياوړتیا به په دغه ښار کې اقتصادي فرصتونه زیات شي. د کارونو د پرمختګ، خنډونو، حللارو او لارې نقشې په اړه پر روښانتیا سربېره په دغه اډانه کې پام‌وړ موخو ته د رسېدو لپاره د همکارۍ په پياوړتیا ټينګار وشو.