د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ځينو خپرونو او ټولنیزو پاڼو کې د ناسمو معلوماتو او دروغو په اړه د کابل ښاروالۍ اعلامیه

3 ثور 1399

د کرونا وېروس د خپرېدو په دغو سختو ورځو کې، چې ښاریان او د دولتي او شخصي ادارو ډېری کارمندان په خپلو کورنو کې کرنتین دي، د کابل ښاروالۍ مسوولین او کارمندان ویاړ لري چې د ټولو خطرونو په زغملو د کابل ښار پر تنظیف، سمسورتیا، خدمتونو وړاندې کولو او د ښار پر ضدعفوني کولو بوخت دي.کابل ښاروالۍ ته د بیړنۍ کمېټې د لارښوونې پر اساس دنده ورکړل شوې چې د کابل د اطفایې محترمې ادارې په مرسته او همغږۍ د کرونا وېروس د خپراوي له اړخه زیانمنونکې ساحې ضدعفوني کړي. د روغتیايي کارپوهانو د نظر مطابق، ضدعفوني کوونکي مواد چې د دې موخې لپاره کارول کېږي، جامد کلورین او وایټکس دي، چې د یوه رڼه تدارکاتي پروسیجر پر اساس پېرل شوي او د عامې روغتیا وزارت لابراتوار تایید کړي دي. کابل ښاروالي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پیروۍ او د بیان ازادۍ حق ته په درناوي دا خپل مسوولیت ګڼي چې د ضدعفوني کوونکو توکو د چمتو کولو او مصرف په اړه ټول اړوند اطلاعات د هغو له تدارکاتي او روغتیايي اسنادو سره یو ځای د ښاریانو، رسنیو او ټولو هغو  حقیقي او حکمي اشخاصو په خدمت او واک کې ورکړي، چې غواړي دغو اسنادو او اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. خو له بده مرغه ځينې مغرض اشخاص په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې دروغ او د حقیقت خلاف اطلاعات خپروي، چې ګواکي کابل ښاروالي د ښار د ضدعفوني کولو لپاره د کلورین پر ځای د جامو مینځلو پوډر کاروي او پر دغه اساس په دغه خطري او بیړني پړاو کې د عامه اذهانو د ګډوډلو او اندیښنې لامل شوي دي. ګرانو ښاریانو! دغه ادعاوې او لیکنې یوه افترا ده، چې له قانوني نظره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له 5مې او د ټولیزو رسنیو قانون له 31مې مادې سره په ټکر کې ده، چې د جزا کود د 674،678،679،6780،681 او682 مادو مطابق جرم دی او د عدلي تعقیب وړ دی. له عقلي نظره هم دا د خندا وړ خبره ده، ځکه په بازار کې د جامو مینځلو پوډر په ځلونو تر کلورین ګران دی. پورتنیو ټکو ته په پام کابل ښاروالي له هغو حقیقي او حکمي کسانو چې دا ډول ناسم معلومات خپروي، غواړي چې د معتبرو او قانوني اسنادو او شواهدو په خپرولو خپلې ادعاوې ثابتې کړي او یا له رسماً له ښاریانو او کابل ښاروالۍ بښنه وغواړي، ګني کابل ښاروالي د خپل ځان لپاره دا حق ثابت ګڼي چې د دغو اشخاصو پر وړاندې په باصلاحیته مراجعو کې خپل رسمي شکایت وکړي.

په درنښت

محمد داود سلطانزوی

کابل ښاروال