د کابل ښاروالۍ د مسوولانو هڅې دوام لري ترڅو هره ورځ له ۱۶۰۰ ـ ۲۳۰۰ متریک ټن پورې تولیدي کثافات راټول او انتقال کړل شي.
په ښار کې د ګرځبندیز او د ګڼې ګونې د نشت په دغو ورځو کې کابل ښاروالۍ تر اندازې زیات کثافات پر وخت راټول او انتقال کړي دي، چې د ښار په تنظیفي وضعیت کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی.
د دغه بنسټ تنظیفي پرسونل د ښاریانو د سوکالۍ او اسانتیا لپاره ډیر زیار ګالي، په مهربانۍ د خپلو کثافاتو له شنلو او ټيټولو ډډه وکړئ.