الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ناحيو د ښځو له شوراګانو سره د مرستو د وېش او د اړمنو د تشخیص په اړه ناسته وشوه

6 ثور 1399

په دې ناسته کې نن کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی اړمنو ته د مرستو د وېش په اړه، چې ټاکل شوې د دولت له لوري اجرا شي، په ښار کې په ټولنيزو مسايلو کې د ښځو شوراګانو رول مهم وګاڼه او زیاته یې کړه: د ښځو د شوراګانو په همکارۍ به په هر ګذر کې د اړمنو او بېوزلو کسانو په دقیق شناخت د مرستو د وېش بهیر شفاف وي. کابل ښاروال زیاته کړه: په اوسنیو شرایطو کې زموږ ډېری خلک د کرنتین له امله له يوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو محروم دي، چې باید د مرستو له بهيره ګټه واخلي. کابل ښاروال پر مستحقینو او بېوزلو کسانو د مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو شوراګانو همکاري وغوښته، چې د دوی له لوري د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه؛ ترڅو په اوسنیو شرایطو کې څنګه چې لازمه ده، هغسې له اړمنو سره مرسته وشي.