الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اړمنو ته رسېدنه او د بیړني حالت زيانمنو ته د اسانتياوو چمتو کول

6 ثور 1399

اقتصادي او سوداګريزې پراختیا او فقر د کمښت په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی او د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر اجمل احمدي په يوه ناسته کې د مرستو پر وېش بحث او خبرې وکړې. په دغو خبرواترو کې د اړمنو پېژندنه او له هغو سره مرسته او د بیړني حالت زيانمنو ته د اسانتياوو پر چمتو کېدو تمرکز وشو، چې د نانواییو له لارې اړمنو او بېوزلو کورنیو ته د ډوډۍ او مرستې رسول د بحث محور و. په پای کې د نانوایانو او لومړنيو توکو د پلورونکو له رییس او استازو سره اړمنو ته د ډوډۍ د چمتو کولو او وېش په اړه خبرې وشوې، چې هغوی هم خپل ملاتړ وښود او د دولت د مرستو د وېش په برخه کې يې چمتووالى وښود.