الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالي: د ښاري نظم د برابرولو او د سړک غاړې پلورنکو د ستونزو د حل په موخه به اغېزناکې برنامې تر سره شي.

8 ثور 1399

د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن ورځ په ښار کې د خوراکي توکو نرخونه او د روغتیایي سپارښتنو رعایتول کنټرول کړل. کابل ښاروال د سړک غاړې پلورونکو او لاسګاډو د کار و فعالیت د نظم په اړه اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونې وکړې چې بنسټیزې برنامې جوړې او پلې کړي. په ښار کې د ګرځبندیز له مخې یې، د لومړنیو خوراکي توکو له ټولو پلورنکو څخه غوښتنه وکړه چې له کورونا څخه د ځانساتنې په موخه د ځان او پېرونکو تر منځ لازم واټن او روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي. د لومړنیو خوراکي توکو د خرڅلاو په برخه کې چې را واردولو کې هېڅ محدودیت نه شته او په نورماله توګه هېواد ته را واردېږي، انصاف وکړي.