د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالي پر مستحقو ښاریانو د وچې ډوډۍ د وېش په بهیر کې د روڼتيا هوډ لري

10 ثور 1399

کابل ښاروالي د اړمنو ښاریانو د موندلو او د کرنتین په ورځو کې د دوی د روغتیا او روغتيايي توصیو ته د پاملرنې په موخه د نانواییو له لارې د وچې ډوډۍ د وېش بهیر د لاندې دقیقو او همغږو میکانیزمونو په رامنځته کولو د کابل ښار په ناحيو کې پيل کړ.د مستحقانو د پېژندنې برخه: دغه شورا چې په هره ناحیه او ګذر کې جوړه شوې، په ترکیب کې يې د ګرځنده پلورونکو، ورځني مزد کارګرو، معلولينو، د شهيدانو وارثانو، بېځايه شوو او کونډو یو استازی او د همغږي کوونکي په توګه یو کس له دې کټګورۍ پکې شامل دي. شورا دا دندې لري: نانواییو ته د اوړو له تسليمۍ وروسته د اوړو پلورونکو ټولنې د بېلونو او هغو مستحقینو تصدیق چې هره ورځ ډوډۍ ترلاسه کوي، له نظارتي ګروپونو سره همکاري، د کارت مطابق د ډوډۍ له وېش څخه ډاډ ترلاسه کول، د ناحيې کاري ګروپونو ته د سرغړونې خبر ورکول او په هره اونۍ کې نظارتي ګروپونو ته راپور ورکول. په ۲۲ ناحيو کې د مستحقو او زیانمنونکو کورنیو د تشخیص برخه: هغه کورنۍ چې د کرنتین په ورځو کې يې سرپرستانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي، دغه کټګورۍ پکې راځي: کونډې، ګرځنده پلورونکي، د ورځني مزد کارګران، د معلولينو کورنۍ، د شهيدانو وارثان، کورني بېځايه شوي او هغه کورنۍ چې د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي. د مستحقینو د تشخیص کمېټه چې په ترکیب کې يې د ناحيو رییسان، د علماوو شورا، د ګذر وکيلانو شورا، د ښځو شورا، یو کس د ناحيې متنفذ، یو کس د مدني ټولنې رضاکار او همدرانګه د هر ګذر ګډ کاري ګروپ د ناحیوي کمېټې تر نظر لاندې چې په ترکیب کې يې د اړوندې ناحيې استازي، د جومات ملا امام، یو کس متنفذ، د رضاکارانو د انجمن استازي، د ښځو او ګذر وکیلانو شورا پکې دي، مستحقان يې تشخیص او په لېست کې شامل کړي دي. پر مستحقانو د ډوډۍ د وېش بهیر د نظارت برخه: کابل ښاروالي پر مستحقینو د ډوډۍ د وېش په بهیر کې د جدي نظارت او روڼتيا په موخه نظارتي ټیمونه (چې د وېش بهیر د نظارت ټيم، پر مستحقانو د ډوډۍ د وېش د نظارت ناحیوي کمېټه، پر مستحقینو د ډوډۍ د وېش بهیر نظارتي ګروپونه پکې شامل دي) جوړ کړي دي، د دغو کمېټو په ترکیب کې د ناحيو رییسان، د علماوو شورا، د ګذر وکيلانو شورا، د ښځو شورا، د ناحيې متنفذین، د مدني ټولنې د رضاکارانو استازي هم ګومارل شوي دي، چې د ډوډۍ د وېش بهیر، د ډوډۍ له وېش څخه ډاډ او روڼتيا څاري او شکایتونو ته رسېدنه کوي. دغه میکانیزم د هر ډول احتمالي ناوړه ګټې اخيستنې او حق خوړلو چانس له منځه وړي او د واقعي مستحقینو لپاره د وچې ډوډۍ تر لاسه کولو مناسب فرصتونه چمتو کوي.