د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل کې پر اړمنو کورنیو او د ګرځبندیز پر زیانمنو د وچې ډوډۍ د وېش بهیر پيل شو

10 ثور 1399

نن د غویی پر ۱۰مه په کابل ښار کې اړمنو او د بیړني حالت زیانمنو ته د رسېدنې په موخه د وچې ډوډۍ د چمتو کولو او وېش بهیر پيل شو. کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د دغه بهیر د پيل پر مهال وویل: اړمنو او بېوزلو کورنیو ته چې په ګرځبندیز زیانمنې شوې دي، له یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو محرومې شوې دي او په ناوړه حالت کې دي په کابل کې ۲۵۰ زره کورنیو ته د ډوډۍ د وېش بهیر طرحه شو او ټاکل شوې چې په راتلونکې اونۍ کې دغه بهیر پراختیا ومومي او له دې لارې د خلکو یوه برخه ستونزې حل کړی شو. کابل ښاروال زیاته کړه: کابل ښاروالي د رونټیا اصل ته په پام مستحقینو ته د وچې ډوډۍ د وېش بهیر د څارنې په موخه د ښار په ناحیو کې د علماوو، وکیلانو او ښځو شوراګانو، ځايي متنفذینو او د مدني ټولنې له رضاکارانو څخه تشکیل شوي نظارتي ګروپونه جوړ کړي دي. مستحق ته وچه ډوډۍ د کارت مطابق وېشل کېږي، چې مخکې محلي کمېټو اړمن کسان تشخیص کړي او د وچې ډوډۍ د اخیستو کارت یې ورکړی دی. هغه نانوايۍ چې مستحقینو ته د ډوډۍ د وېش ظرفیت لري، د روغتیايي توصیو په پام کې نیولو سره مستحقینو ته پر باکیفیته او د ټاکل شوي کمیت سره سمې ډوډۍ پر پخولو مکلفې دي، لکه څنګه یې چې د پیسو په مقابل کې پر نورو هېوادوالو پلوري. وچه ډوډۍ پر مستحقینو په داسې توګه وېشل کېږي چې د ګڼې‌ګوڼې لامل نه شي. کابل ښاروال یادونه وکړه چې د ډوډۍ د وېش له روڼتیا څخه بشپړ ډاډ د ترلاسه کېدو په حال کې دی، ورځنۍ نیمګړتیاوې اصلاح کېږي او اړمنو ته سمه رسېدنه تعقیبېږي.