الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال پر اړمنو د مرستو د وېش په اړه د علماوو شوراګانو له رییسانو او ځينې دیني عالمانو سره ولیدل

10 ثور 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د اړمنو کسانو د پېژندنې او پر مستحقینو د مرستو د وېشلو لپاره د ۲۲ ناحیو د علماوو شوراګانو له رییسانو او غړو سره خبرې‌اترې وکړې. کابل ښاروال وویل: دولت د اړمنو کسانو ستونزې حلوي او هغه مرستې چې ټاکل شوې ترسره شي، اړینه ده چې بېوزلو او ناچاره خلکو ته ورسي. په هر ګذر کې د اړمنو او بېوزلو کره تشخیص او په اغېزمنه او شفافه بڼه د مرستو وېش د ملا امامانو چې د خلکو مقتدا دي، په همکارۍ ترسره کېدای شي. کابل ښاروال زیاته کړه: په اوسنیو شرایطو کې زموږ ډېری خلک د ګرځبندیز له امله د ژوندانه چارې پر مخ نه شي وړی او د یوې ګولې ډوډۍ له پيدا کولو محروم دي، چې باید د مرستو له بهیر څخه مستفید شي.