د څلورمې، شپږمې، اتمې، دولسمې، دوه ويشتمې ناحيې زیانمنېدونکې او مشکوکې ساحې او د څرخي پله زندان ضدعفوني کړل شو. همدارنګه د مختلفو اصنافو لکه د خوراكي توکو پلورنځیو، قصابیو، میوه پلورنځیو، لبنیات پلورنځیو او نانواییو فعالیت کوونکو ته روغتيايي توصیې ورکړل شوې. د کرونا وېروس د مخنيوي په موخه د کابل ښار د مختلفو اصنافو کارکوونکو ته د روغتيايي توصیو په اړه پوهاوی ورکول دوام لري. تمه کېږي چې ټول د خپل ځان او نورو د روغتیا ساتنې لپاره د عامې روغتیا وزارت توصیې په پام کې ونيسي.