د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ د خدمتونو مرکز له ۱۵۵ شمېرې سره د ښاریانو د اړیکې ټينګښت څرنګوالی وڅاره

12 ثور 1399

د ګرځبندیز په ورځو کې د ښاریانو ستونزو د حلولو په موخه نن د غوايي په ۱۱مه کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښاروالۍ د خدمتونو مرکز ۱۵۵ شمېرې د فعالیت څارنه وکړه. کابل ښاروال د څارنې په جریان کې مسوولانو ته وویل: زموږ له نظره خبر رسول او اطلاعاتو ته لاسرسی په هر ډول شرایطو کې مهم دی او په ځانګړې توکه د کرونا په بیړني حالت کې د مسوولانو هڅه وهاند غواړم، چې د ښاریانو د اړیکې له لارې د ښار د اصنافو له سرغړوونو څخه تر لاسه شوو شکایاتو ته پر وخت رسېدنه وشي. کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ د خدمتونو مرکز ۱۵۵ شمېرې د تخنیکي او بشري سرچینو د ستونزو په رفع کولو کې اړوندو برخو ته ځينې لارښوونې وکړې، ترڅو د ښاریانو اړیکې لاښې ټينګې شي او له بلې خوا مسوولان نورو ښاري ستونزو ته لازمه رسېدنه وکړي.