د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پخې ډوډۍ د وېش په بهیر کې د مدني ټولنې مرسته وغوښته

13 ثور 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د مدني ټولنې له ځينو غړو سره د ښاري ستونزو د حل په ځانګړې توکه د پخې ډوډۍ د وېش لپاره د واحد میکانیزم د رامنځته کولو لپاره بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د شوراګانو د همغږۍ په برخه کې چې په هر ګذر او ناحيه کې جوړې شوې دي او په ترکیب کې يې د علماوو، وکیلانو او ښځو شوراګانو، ځايي متنفذینو او د مدني ټولنې یو یو استازی شامل دی هم تمرکز وکړ او ويې ویل: شورا دا دندې لري: نانواییو ته د اوړو له تسليمۍ وروسته د اوړو پلورونکو ټولنې د بېلونو او هغو مستحقینو تصدیق چې هره ورځ ډوډۍ ترلاسه کوي، له نظارتي ګروپونو سره همکاري، د کارت مطابق د ډوډۍ له وېش څخه ډاډ ترلاسه کول، د ناحيې کاري ګروپونو ته د سرغړونې خبر ورکول او په هره اونۍ کې نظارتي ګروپونو ته راپور ورکول. ترڅو د ډوډۍ د وېش بهیر شفاف او نانوایان چاپېريالي روغتیا ساتنې ته پام وکړي. د مدني ټولنې غړو اړمنو ته وچې ډوډۍ د وېش لپاره د میکانیزم د رامنځته کولو په برخه کې د خپلو وړانديزونو او نظرونو د وړاندې کولو تر څنګ د لا زياتې همکارۍ ژمنه هم وکړه.