الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پولي تخنیک پوهنتون له رییس سره د برياليو ښاري پلانونو د تطبیق په اړه ليدنه وکړه

14 ثور 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی نن په خپل کاري دفتر کې د پولي تخنیک پوهنتون له رییس پوهنوال محمد سعید ''کاکړ'' او ځينو استادانو سره د ښاري پلانونو او پروګرامونو د تطبیق په اړه بحث او خبرې وکړې. د پوهنتون استادانو د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو د هرکلي تر څنګ په کابل ښار کې د معياري ساختماني چارو، غوره سمسورتيا او زرغونتیا لپاره د تجربو د انتقال او د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د کاري ظرفيت د لوړولو او محصلینو ته په مسلکي څېړنو او ښاري نظم د ټينګښت په برخه کې په رول ورکولو د خپل چمتووالي ژمنه وکړه.