د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوری چارو معین، مرستيال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي نن پر مستحقینو د ډوډۍ د وېش په یوه نظارت کې د نانوایانو له لوري روغتيايي توصیو، د ډوډۍ وزن او کیفیت پر پاملرنه تمرکز وکړ، نانوایۍ مستحقینو ته پر باکیفیته او د ټاکل شوي کمیت سره سمې ډوډۍ پر پخولو مکلفې دي او وچه ډوډۍ پر مستحقینو په داسې توګه ووېشي چې د ګڼېګوڼې لامل نه شي.
کابل ښاروالۍ مشرتابه پر اړمنو کورنیو د وچې ډوډۍ د وېش څارنه کوي
14 ثور 1399