د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: مدني ټولنه د وړتياوو پټه زېرمه ده

14 ثور 1399

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال په حضور نن د غوايي په ۱۴مه د مدني ټولنو له غړو سره د لیدنو په لړۍ کې وویل چې د مدني ټولنې غړي د ښاري ستونزو په تشخیص او حل کې په ځانګړې توګه اوسمهال پر اړمنو د وچې ډوډۍ د وېش په څارنه کې مهم رول لوبولی شي؛ ځکه د مدني ټولنې غړي په ښارونو کې د وړتياوو پټې زېرمې ګنل کېږي، مدني ټولنه په خپل جوړوونکي ليدلوري د ټولنې مسوولانو او ښاریانو ته لوری ورکولی شي. د مدني ټولنې غړو اړمنو ته وچې ډوډۍ د وېش لپاره د میکانیزم د رامنځته کولو په برخه کې د خپلو وړانديزونو او نظرونو د وړاندې کولو تر څنګ د لا زياتې همکارۍ ژمنه هم وکړه