الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په ښار کې د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره د دواپاشۍ کار روان دی

15 ثور 1399

 

کابل ښاروالي پر کرونا د ښاريانو د اخته کېدو د مخنيوي لپاره د ښار د زیانمنونکو ساحو د ضدعفوني کولو پروګرام عملي کوي، چې د کابل اطفایې په همکارۍ د نهمې ناحيې دویم، درېيم او څلورم مکرویان، یکه‌توت بازار، قابلبای، هوتخیل او هوايي میدان سړک او د څلورمې، نهمې، ديارلسمې، پنځلسمې او اولسمې ناحيې مختلفې ساحې دواپاشي شوې. له بل لوري کابل ښاروالي د مخکینيو فعالیتونو په دوام نن هم په لومړۍ ناحیه کې د اصنافو فعالیت کوونکو ته روغتيايي توصیې وکړې، چې دغه کار د ښار په ټولو ناحيو کې دوام لري. کابل ښاروالي له ښاريانو غواړي چې د روغتيايي معیارونو د عملي کولو تر څنګ د خپل چاپېريال پاک ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي او د کرنتین په ورځو کې فردي او ټولنيز روغتيايي معیارونه په پام کې ونيسي. د يادونې وړ ده چې د دواپاشۍ او د کابل ښاريانو له لوري د چاپېريالي روغتیا ساتنې معیارونو ته په پاملرنې به کابل کې د کرونا وېروس د خپرېدو د پام وړ مخنيوی وشي.