کابل ښاروالۍد کابل اطفایې په همکارۍ د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره په درېیمه، پنځمه او اتمه ناحيه کې زیانمنېدونکې او مشکوکې سيمې ضدعفوني کړې، چې پل سرخ، درېیمه کارته، څلورمه کارته، ده بوري، گولایي دواخانه، شهید څلورلارې او د دریېمې ناحيې نورې زیانمنېدونکې ساحې؛ همدارنګه تر کمپنۍ د کوټه سنګي عمومي سړک، تر قمبر څلورلارې د کوټه سنګي سړک، کارته مامورین، افشار، سیلو، خوشحال خان او په پنځمه ناحیه کې نورې زیانمنېدونکې ساحې او حضوري چمن، قلاچه او د اتمې ناحيې نورې مشکوکې ساحې پکې شاملې وې او د ښار په ټولو ناحيو کې دا پروسه ادامه لري.