د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تهران له ښاروال سره د کابل ښاروال ويډيويي خبرې اترې

24 ثور 1399

نن له غرمې وروسته کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی د سکایپ کنفرانس له لارې د تهران له ښاروال ډاکټر پیروز حناچي سره خبرې اترې وکړې. لومړی کابل ښاروال د فرهنګي مشترکاتو د بیان تر څنګ په تهران کې له مېشتو افغانانو سره د تهران د خلکو له همکاریو مننه وکړه او په دغه ښار کې يې له مېشتو افغانانو سره د لازياتو همکاریو غوښتنه وکړه.. کابل ښاروال له کرونا وېروس سره د مبارزې په اړه د کابل ښاروالۍ او د دغه ښار د ښاريانو د تجربو یادونه وکړه او تهران د وضعیت پر ښه کولو او همدرانګه د کابل او تهران د ښاريانو تر منځ د اړیکو پر ټینګولو ټینګار درلود چې دا چارې د اړيکو د ټينګښت، د خدمتونو د ارایې او په ټوله کې د ښارونو د وضیعت د ښه والي لامل کېږي. همدارنگه د تهران له ښاروال څخه يې غوښتنه وکړه چې د کرونا وېروس له پای ته رسېدو وروسته د کابل تاريخي ښار لیدنه وکړي ترڅو د دغو دوو ښارواليو تر منځ همکارۍ پياوړې شي او یو د بل له تجربو د ښارونو په پرمختگ او وده کې ګټه واخیستل شي. ورپسې د تهران ښاروال په مختلفو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د تهران ښاريانو د مننې پيغامونه يې کابل ښاروال او ښاريانو ته وړاندې کړل.