د روغتیايي خوندیتوب په موخه نن د کابل ښاروالۍ د خلکو د انسجام ریاست د لومړۍ ناحیې د مستحقینو، ګذر او ښځو پر شوراګانو او د ګذر پر ځينو وکیلانو ۴۰۰ ماسکونه ووېشل او ټاکل شوې چې د ښار په ټولو ناحیو کې دا کار تر سره شي. کابل ښاروال پر مستحقینو د وچې ډوډۍ د وېش د نظارت په برخه کې په ناحیو کې د خلکو شوراګانې له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ له دغو شوراګانو او ټولو مستحقینو خلکو غواړي چې نانواییو ته د مراجعې پر مهال روغتیايي اصول په پام کې ونیسي.
په ناحیو کې پر اړمنو د ماسکونو وېش پيل شو
25 ثور 1399