الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحيې په دوو ګذرونو کې د رغونې کار دوام لري

27 ثور 1399

 

څه مهال مخکې د کابل ښاروالۍ د پرمختایي پروګرام له لارې په اتمه ناحیه کې د رحمان مېنې پراختيايي ګذر او د کارته نو تپې سر سړک د رغونې او مرنجان تپې د سړک دوام کار پیل شو او اوس جریان لري. دغه پروژه په راتلونکو ۴ میاشتو کې د ۱۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کيږي، چې په رحمانه کې ۷.۶۱۵ کیلومتره او د کارته نو تپې سړک او ۴ کیلومتره د مرنجان تپې سړک دوام په پاخه او اساسي ډول جوړېږي او ويالې يې هم پکې شاملې دي. کابل ښاروالي اساسي او پخو سړکونو ته د رسېدو په موخه په تېره بیا د پروژو په غوره تطبیق کې د خلکو رول مهم ګڼي، ځکه د پروژو اصلي مالکان خلک دي. دغه بنسټ د پروژو د تطبيق په مختلفو پړاونو کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي، ترڅو پروژې په لوړ کیفیت او چټکۍ پلې شي او له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.