د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کرونا وېروس د خپرېدا د مخنيوي لپاره یو ځل بیا د ښار مرکزي ساحې ضدعفوني کړل شوې

30 ثور 1399

نن سه شنبه د ۱۳۹۹ د غويي په ۳۰مه د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري دغه فعالیت د ښار په مرکزي ساحو او کابل منډوي بازار کې د کابل ولایت او کابل اطفایې په همکارۍ ترسره شو او د زیانمنونکو ساحو د تشخیص پر اساس به دغه بهیر د ښار نورو ناحيو ته هم پراختيا مومي. په دغو ورځو کې د مهمو سړکونو او واټونو پر دواپاشي سربېره ډیرانونه، د قصابیو دوکانونه او مېوې پلورنځي هم د لاسي پمپونو په وسیله دواپاشي کېږي او په دغه کار تمه کېږي چې په کابل کې د کرونا وېروس په خپرېدو د پام وړ مخنيوی وشي. له بل لوري کابل ښاروالي د نانواییو، قصابیو، شریني پخولو، لبنیات، خوراکه، مېوه او ترکاري پلورنځیو د فعالیت څرنګوالی په دوامداره توګه څاري، چې نن يې بیا په لومړۍ ناحیه کې د اصنافو مالکینو ته پر پوهاوي ورکولو سربېره تبليغاتي پاڼې په دوکانونو کې ولګولې او د اصنافو مالکینو ته توصیې ورکړل شوې، ترڅو د خپلې او ښاريانو د روغتيا ساتنې په موخه د کابل ښاروالۍ او عامې روغتیا وزارت لارښوونې په پام کې ونیسي. کابل ښاروالي له ټولو ښاريانو تمه لري چې د خپل چاپېريال پاک ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي او د چاپېريالي روغتياساتنې معیارونه په پام کې ونيسي.