د دغه پارک د جوړولو کار څه مهال مخکې د کابل ښاروالۍ د انکشافي پروګرام له لوري پیل شوی و، چې اوس %۳۰ کار مخ ته تللی. دغه پارک به په اساسي ډول د کابل ښاروالۍ له انکشافي پروګرام څخه په ۴۶۵۰۰ متر مربع مساحت په یوه کال کې جوړ شي؛ چې احاطه، د پلو لارو پوښل، د اوبو څاه، د اوبولو لپاره ذخیره، د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل نصبول، د فوټبال ورزشي میدان، نارینه او ښځینه تشنابونه، روښنايي، چترۍ، د ساتونکي کوټه، چمن، نیالګي او ګلونه اېښودل پکې شامل دي.
د دولسمې ناحیې د درېیم بلاک د زرغون تفریحي پارک د جوړولو کار جریان لري
31 ثور 1399