الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د زرغونو فضاوو رامنځته کول او پراختیا د کابل ښاروالۍ د پاملرنې په محور کې ده

11 جوزا 1399

په ښار کې د زرغونو ساحو د ساتنې او پراختیا په موخه د دغه بنسټ له لارښوونې سره سم له څه مهال راهیسې د ونو او نیالګیو د ساتنې او روزنې لپاره اغېزمن فعالیتونه، کرنیزې عملیې لکه خاوره لرې کول او سره ورکول، د اوبولو د قطره‌يي سیستم رامنځته کول، د سړکونو په وسطي ګلدانونو او پارکونو کې زینتي ګلبوټي اېښودل او چمن کرل او په معیاري او مسلکي توګه د لسګونو زره بېلابېلو ګلونو اېښودلو کار ترسره شوی او له پلان سره سم دغه کار په پراخ ډول پر مخ ځي. همدارنګه په اساسي ډول د پارکونو رغول او نوي کول چې احاطه، د پلو لارو پوښل، د اوبو څاه، د اوبولو لپاره ذخیره، د ماشومانو د لوبو وسایل نصبول، چترۍ، چمن، ورزشي میدانونه، تشنابونه، نیالګي او ګلونه اېښودل او تزیني او تکثیري ګلبوټي پکې شامل دي. غوره هڅې روانې دي ترڅو په کابل ښار کې زرغونتیا او سمسورتیا په سمه توګه رامنځته او وساتل شي.