د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

۶۱۰۷ ټنه کثافات له ښار څخه راټول او انتقال کړل شول

12 جوزا 1399

 

په تېره یوه اونۍ کې په ۲۲ ناحیو کې پراخ تنظیفي عملیات تر سره کړل شول، چې په پایله کې یې تر ۶۱۰۷ ټنه زیات کثافات راټول او له ښاره بهر انتقال کړل شول. کابل ښاروالي له چمتو شوو پلانونو سره سم د ښار د کثافاتو د راټولولو او انتقال پر ورځنیو کارونو سربېره هره اونۍ په دوو ناحیو کې پراخ تنظیفي عملیات ترسره کوي، ترڅو د مختلفو دلایلو له امله تنظیفي وروسته‌والی جبران کړي. کابل ښاروالي د کابل ښار د تولیدي کثافاتو د غوره مدیریت لپاره هڅه کوي چې د ورځې ۱۷۰۰ متریک ټنو کثافاتو راټولول او انتقال تر ۲۰۰۰ متریک ټن پورې ورسوي. د دغه بنسټ تنظیفي پرسونل له هغې ژمنې سره چې د ښاریانو د روغتیا او سلامتۍ لپاره یې لري، زیات زیار ګالي، نو له دې امله تمه کېږي چې د کثافاتو له شنیدلو څخه جدي ډډه وکړئ.