د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پروژو د تطبیق څارنه

12 جوزا 1399

نن د کابل ښاروالۍ تخنیکي او ساختماني مرستیال محمد صدیق صاحبزي د ځينو سړکونو او ټولګټو پروژو د رغونې او بیارغونې کار د بهیر څارنه وکړه او د چارو د چټکتیا، د کیفیت د لوړوالي او کاري ساحې د خوندیتوب لپاره یې اړوندو موظفینو ته لازمې لارښوونې وکړې او په ځانګړې توګه د پاچا او شینه پله ساختماني پروژو، د احمدشاه بابا مېنې پروژې په ۳۴ بلاک کې پر ډبرو د سړک پوښلو او قلعه زمان خان ۶۰ متره سړک پر کار چې د تخنیکي دلایلو له امله قسماً ځنډېدلی و، تمرکز وکړ چې د کار په چټکتیا او د مسوولانو په جدیت سره به د دغو پروژو چارې بشپړې شي.