د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګرځنده پلورونکو د تنظیم او د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې د کمښت د تقویتي او ملاتړو پروګرامونو د عملي کېدو لپاره تدابیري ناسته ترسره شوه

17 جوزا 1399

 د کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی په ریاست او د کابل امنیې قوماندان برید جنرال امان الله واحدي، د ناحیو رییسانو او د ترافیکو د عمومي مدیر خان محمد شینواري په حضور د ښاري مدیریت د همکارۍ او همغږۍ د میکانیزمونو پر پياوړتیا په ځانګړې توګه د ګرځنده پلورونکو، له خنډونو څخه د پلو لارو او سړکونو د پاکولو د تقویتي او ملاتړو پروګرامونو او د ګڼې‌ګوڼې د نورو پروګرامونو پر عملي کېدو بحث وشو. کابل ښاروال د کابل ښار د ګڼې‌ګوڼې د کمولو په برخه کې د ګواښونو په اړه وویل: د کابل ښار د ګڼې‌ګوڼې د لاملونو له جملې د ګرځنده پلورونکو شتون، د پلو لارو بندښت او د سړکونو او پلو لارو د ترافیکو جریان د پاک ساتلو لپاره د اغېزمنو نظارتي لاروچارو نشت دی او له دې ناستې چې کومه پایله په لاس راغله، روښانه شوه چې که مسوولان سمه همکاري او همغږي وکړي، کابل ښار به د یوه ښه او تلپاتې نظم خاوند شي او د پلانونو او پروګرامونو په تعقیب به په نږدې راتلونکي کې زموږ ښاریان د غوره ښاري نظم د ټینګښت شاهدان وي، چې په دې اړه اړین تصمیمونه هم ونیول شول