په دې خبرو کې د کابل ښاروال دې ته ګوتڅنډنې سره چې د کابل ښاروالي د ټولو ټولنیزو او فرهنګي ټولنو کوربه دی، زیاته کړه چې بنسټیزه اړتیا ده چې د کابل له ښاروالۍ سره د اکادمیکو او علمي بنسټونو اړیکې سمون ومومي چې د یادو بنسټونو په همغږۍ د ټولنې د اړتیا وړ علمي معیارونو او کیفیت د لوړوالي په برخه کې هڅه وکړي. د خبرو او نظر بدلونې وروسته پریکړه وشوه چې دواړه لورې دې د ښاري دود اړوند د ښوونیز نصاب لپاره د اړتیا وړ بدلونونو او ظرفیت جوړونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او همکاره و اوسي.
د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د امریکایي پوهنتون له مشر ډیویډ سیډني سره خبرې وکړې.
21 جوزا 1399