د کابل ښاروالۍ، د پولیسو امنیتي حوزو او د ملي امنیت حوزې ګډ کمیسیون، د ښاري نظم د حالت د ښه کیدو او د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه د کابل په ټولو ناحیو او د ښار په ګڼې ګوڼې سیمو کې د لاسي پلورونکو او د لوړغږیزو توکو د پاکولو او سمون عملي کار پیل کړ.د یادونې ده چې په یادو شویو ناحیو کې یو شمیر هټۍوالو چې پلې لارې د محترمو هیوادوالو پر وړاندې تړلې وې، مهر و لاک او نقدي جریمه شول.همداراز هره ورځ یادې شوې سیمې د ناحیو د مسوولینو او د پولیسو د حوزو له لورې په جدي توګه څارل کیږي.
#دکابل ښاروالي
#شاروالی_کابل
#Kabul_municipality