الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل د ښاروال داود سلطان‌زوی په مشري د کابل ښاروالۍ لومړنۍ اداري غونډه جوړه شوه.

21 جوزا 1399

په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د کورنیو او اداري پریکړو ترڅنګ، لاندینې پریکړې هم وشوې:

-د ودانیو د جواز د صادریدو د طرزالعمل یا کړنچارې تصویب

-په ناپلان شویو سمیو کې د لنډمهاله ودانیو د جواز د صادریدو کړنچاره یا طرزالعمل چې د قوانینو د بیا کتنې د کمیټې او د حقوقي چارو د ریاست د بیا کتنې وروسته، اداري مجلس ته وسپارل شي.

-د ثبت او عوایدو راټولولو، داخلي مساحت او د نانوایانو ترمنځ د واټن طرزالعمل یا کړنچاره جوړه او راتلونکي اداري مجلس ته وسپارل شي. 

-د کابل ښاروالۍ او د کابل زون د اوبو رسولو د محترمې ادارې ترمنځ هوکړه لیک په پرنسیپ کې تایید دی او باید د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري ودې د مرستیال او یوې تخنیکي ډلې تر نظر لاندې د پروژې مالي اړخونه او سیمه ییز انکشاف وڅیړل شي ترڅو اصولي اجراات وشي.

-له کتاب پلورونکو او ګل پلورونکو د جوی شیر سیمې د پاکولو اړوند، د ټولنیزو او کلتوري چارو محترم معینیت دا موضوع وڅیړي او د طرحه شوې سکیچ له مخې اجراات وشي.

همداراز د رسنیو د شهیدانو د څلې شاوخوا پاکه او زرغون چاپیریال یې بیا ورغیږي.