الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو تپې د سړک او مرنجان تپې سړک د دوام د رغونې کار پیل شو

4 سرطان 1399

د کارته نو تپې د سر سړک او مرنجان تپې سړک د دوام د رغونې کار پیل شو، چې ۴۲۰۰ متره اوږدوالی لري او ۷۱۳۶ متره ویالې، ۲۰۰ متره پلې لارې او د وسایطو د لوېدو د مخنیوي په موخه د سړک په امتداد د ۷۵۷ متره مربع استنادي دیوال رغول پکې شامل دي. کابل ښاروالي اساسي او پخو سړکونو ته د رسېدو په موخه په تېره بیا د پروژو په غوره پلي کولو کې د خلکو رول مهم ګڼي، ځکه د پروژو اصلي مالکان خلک دي. دغه بنسټ د پروژو د تطبيق په مختلفو پړاونو کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي، ترڅو پروژې په لوړ کیفیت او چټکۍ پلې شي او له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.