الوتني
په کابل کی د آذان شرعی وختونه
د نن ورځی د اسعارو بیه
| 1 دالر | 63.80 افغانی |
| 1 یورو | 75.40 افغانی |
| 1 درهم | 17.25 افغانی |
| 1 تومان | 0.00039 افغانی |
| 1 کلدار | 0.217 افغانی |
| 1 هندی | 0.74 افغانی |
د کابل ورځپاڼی
د دولسمې ناحیې د درېیم بلاک تفریحي پارک د جوړولو کار جریان لري
4 سرطان 1399

د دولسمې ناحیې د درېیم بلاک د زرغون تفریحي پارک د جوړولو کار څه مهال مخکې د کابل ښاروالۍ پرمختیايي پروګرام پيل کړی وو، چې اوس یې کار ٪۴۰ پرمخ تللی دی.
ټاکل شوې چې دغه پارک روان کال په ۵،۵۲ هکتار مساحت په معیاري او اساسي ډول جوړ شي؛ چې احاطه، د پلو لارو پوښل، څاه کیندل، د اوبولو لپاره ذخیره، د ماشومانو د لوبو وسایل نصبول، اوږدې چوکۍ، د فوټبال ورزشي ډګر، نرینه او ښځینه تشنابونه، روښنايي، چترۍ، د ساتونکي کوټه، چمن، نیالګي او ګلبوټي اېښودل پکې شامل دي.
د دغه پارک په جوړېدو به ځايي اوسېدونکو ته د مناسب تفریحي ځای پر جوړېدو سربېره د کابل ښار ښکلا او زرغونو ساحو پراختیا لا زیاته شي.