د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په اتو ناحيو کې د استوګنې کورونو د لوحو نصبولو د کار لومړی پړاو بشپړ شو

11 سرطان 1399

 

کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د اسانتياوو چمتو کولو او ښاري معيارونو ته د رسېدو په موخه د ملګرو ملتونو د هبیتات دفتر په همکارۍ د پتې موندنې پروګرام په ځانګړو روشونو په دوو بېلو پړاونو کې له څه مهال راهيسې پیل کړې، چې په دې وروستیو کې د لومړۍ، دویمې، درېيمې، څلورمې، شپږمې، یولسمې، شپاړسمې او اولسمې ناحيې د استوګنې کورونو د لوحو د نصبولو کار بشپړ شو. د دغه پروګرام لومړی پړاو چې د ناحيو موقعیت ته په پام د کورونو، کوڅو او سړکونو سروې، ثبت او شماره‌اېښودل پکې شامل وو، بشپړ شو؛ چې په هر ګذر کې له ۱ تر ۱۲۵۰ شمارې پر کورونو شماره وهل شوې ده، د کوڅې یوه خوا تاق او بله یې جفت عددونه دي او د کورونو په ردیف کې درې بسوې خالي ساحو ته ریزرفي شماره په پام کې نیول شوې ده. په همدې توګه ټاکل شوې چې ژر تر ژره د کوڅو، سړکونو او څلورلارو لوحې هم ترتیب او نصب کړل شي. په راتلونکي کې د پتې موندنې پروګرام په پرمختګ هغه ښاريان چې ګوګل نقشې، انټرنیټ او ځيرکو موبایلونو یا جي پي اس نقليه وسایطو ته لاسرسی لري، د اړتیا وړ پته د کور شمېرې، د کوڅې نامه یا شمارې او د ناحیې له شمارې څخه په ګټه اخیستنه په اسانۍ موندلی شي. څوک چې ټيکنالوژۍ ته لاسرسی نه لري، د پورتنيو معلوماتو (د کور، لمبر، د کوڅې نامه یا شمارې او ناحیې لمبر) په درلودو سره د اړوندو ناحيو له نقشې او څوک چې له نقشې کارولو سره بلد نه وي، د ځايي خلکو په کمه مرسته د پام وړ پته موندلی شي. د يادونې وړ ده چې د پتې موندنې پروګرام دوام لري او په دغو ناحيو کې ټولټال ۱۶۷۸۴۳ نمبر پلیټونه نصب شوي دي.