د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د کابل ترافیکو په مدیریت کې د جواز سیر او موټرچلونې جواز د صدور مرکز لیدنه وکړه

11 سرطان 1399

کابل ښاروال محمد داود سطانزوی نن چهارشبنه د چنګاښ په ۱۱مه د کابل ترافیکو په مدیریت کې د جواز سیر او موټرچلونې جواز د صدور مرکز، چې کابل ښاروالۍ جوړ کړی، لیدنه وکړه.

نوموړي په دې لیدنه کې له دغه مرکزه د ګټې اخیستنې او د دغو دوو اسنادو د ساده کولو د پروسو په اړه ټينګار وکړ.

کابل ښاروال وویل چې له دغه مرکزه په ګټه اخیستنه او د پېچلو پروسو په ساده کولو ښاریانو او د ترافیکو مدیریت مراجعینو ته غوره اسانتیاوې چمتو کېږي او د نظم ټينګښت او د ښار په ترافیکو کې د قانون منلو پر لور ګام پورته کېږي.

کابل ښاروال زیاته کړه چې کابل ښاروالۍ پتېیله ده، څو د کابل ښار ترافیکو ته د نظم ورکولو په موخه لا زیات تاسیسات او بېخ‌بنسټونه جوړ کړي، څو د ښار د ترافیکو پر نظم، چې زموږ د خلکو او نظام د فرهنګ ښودونکی دی، لا زیات کار وشي.

کابل ښاروال د اړوندو برخو مسوولانو ته لارښوونه وکړه څو ژر تر ژره په دغه مرکز کې تجهیزات او امکانات چمتو کړي.

د دغه مرکز د جوړولو موخه ترافیکي خدمتونه لکه په نړیوالو معیارونو او له سیمې سره یو شان د ډیجیټلي جواز سیر او موټرچلونې جواز وړاندې کول دي.

دغه مرکز چې تر ۱۸ میلیونه زیاته بودیجه یې د کابل ښاروالۍ له داخلي بودیجې اجرا شوې، په نږدې وخت فعالیت پيلوي.

په دغه مرکز کې ټول ترافیکي خدمتونه لکه بانک، د جواز سیر او موټرچلونې جواز صدور، بایومتریک او د بیمې خدمتونه وړاندې کېږي.

همدارنګه د دغه مرکز د جوړولو موخه د ترافیکي خدمتونو په ښه‌والي او چټکتیا او د جواز سیر او موټرچلونې جواز صدور کې د جعل مخنیوی دی.