زهره یوسف د ولولئ څو رهبري وکړئ (READ TO LEAD)ډنمارکي دفتر په استازۍ، کله چې دغه مواد د کابل ښاروالۍ پر تنظیفي کارګرانو وېشل، د تنظیف ریاست د زیارکښ پرسونل څخه د مننې تر څنګ یې وویل: دغه دفتر په راتلونکي کې له کابل ښاروالۍ سره د امکاناتو او تجهیزاتو په برخه کې لا زیاته همکاري کوي. دغه توکي چې ماسک، صابون او دسکتش پکې شامل دي، د کابل ښاروالۍ پر تنظیفي کارګرانو ووېشل شول.