الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دریو ناحيو د ګذر وکیلانو د کابل ښاروالۍ د کړنو څخه ملاتړ اعلان کړ

13 سرطان 1399

د شپږمې، شپاړسمې او دوه ویشتمې ناحيې رییسانو او د ګذر وکیلانو د کابل ښاروالۍ کړنې وستایلې او د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو يې ملاتړ اعلان کړ.

د کابل ښاروالۍ د کړنو ملاتړ او مننې په پروګرام کې د کابل ښار د ناحيو پر ستونزو، ښاري نظم او نورو موضوعاتو بحث وشو.

کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی وویل چې موخه يې کابل ښاريانو ته خدمت دی.

نوموړي زیاته کړه، څوک چې د خلکو په خدمت کې وي، باید تشریفات ونه لري.

کابل ښاروال وویل چې په کابل ښاروالۍ کې د کابل ښار د وضعیت د ښه‌والي لپاره پرمختيایي پروګرامونه شته دي او له خلکو سره په همغږۍ به پلي شي.