الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

6553 ټنه کثافات له ښار څخه راټول او انتقال کړل شول

13 سرطان 1399

 

په تېره یوه اونۍ کې په 22 ناحیو کې پراخ تنظیفي عملیات تر سره کړل شول، چې په پایله کې یې تر 6553 ټنه زیات کثافات راټول او له ښاره بهر انتقال کړل شول. کابل ښاروالي له چمتو شوو پلانونو سره سم د ښار د کثافاتو د راټولولو او انتقال پر ورځنیو کارونو سربېره هره اونۍ په دوو ناحیو کې پراخ تنظیفي عملیات ترسره کوي، ترڅو د مختلفو دلایلو له امله تنظیفي وروسته‌والی جبران کړي. د دغه بنسټ تنظیفي پرسونل له هغې ژمنې سره چې د ښاریانو د روغتیا او سلامتۍ لپاره یې لري، زیات زیار ګالي، نو له دې امله تمه کېږي چې د کثافاتو له شنیدلو څخه جدي ډډه وکړئ.