د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

امیر بخارا بڼ به د خپل تاریخي هویت په ساتنې سره په اساسي ډول بیا ورغول شي

8 سرطان 1399

امیر بخارا بڼ د امیر عبدالرحمان خان په دوران کې جوړ شو او د امیر بخارا چې په ‎افغانستان کې یې پنا اخیستې وه، په واک کې ورکړل شو. دغه بڼ کلونه د عالم‌خان امیر بخارا او د هغه د کورنۍ هستوګنځی و. دا بڼ چې په قلعه فتوح کې موقعیت لري، مساحت یې تر ۳۰ جریبه زیات دی. کابل ښاروالي د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې د عملیاتي واحد او اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ په پام کې لري، ترڅو دغه تاریخي بڼ په اساسي ډول ورغوي او د خپل تاریخي هویت په ساتلو یې د کابل ښاریانو لیدنې ته چمتو  کړي.  دغه بڼ د کابل ښار د تاریخي او فرهنګي هویت یوه برخه ده او کابل ښاروالي د کابل ښار پرمختیا او د هغه اصیلو ارزښتونو او هویت ساتلو ته ژمنه ده. دغه بنسټ د ۲۰۲۴ کال د هرکلي لپاره، چې زموږ ښار د اسلامۍ نړۍ د فرهنګي پلازمېنې په توګه معرفی شوی، تلپاتې فرهنګي فعالیتونو ته لومړیتوب ورکوي.