الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل له کابل ښاروال سره ولیدل

14 سرطان 1399

 

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاء الحق امرخېل په کابل ښاروالۍ کې له کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت تر منځ پر هر اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغو دوو بنسټونو تر منځ په نږدې همکارۍ کابل ښاروالي د ملت کور ته په ښه توګه ځواب ویلی شي.په ورته وخت کې ښاغلي امرخېل وویل چې په پارلماني وزارت کې پر یوه سیستم کار روان دی، چې د هغه پر اساس به له دې وروسته ټول بنسټونه او ادارې د اصولو او قوانینو مطابق ولسي جرګې ته ځواب وايي.