الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل منډوی مارکېټ رغول کېږي.

14 سرطان 1399

 

ټاکل شوې چې کابل ښاروالي د خپل پرمختیايي پروګرام ادارې له لارې کابل منډوي مارکیټ د کارموندنې پروژې په اډانه کې ورغوي. د دغه مارکېټ د رغونې په طرحه کې د سړکونو، تشنابونو، غرفو او ویالو جوړول، پلو لارو د سړکو روښنايي او د اطفايې سیستم نصبول شامل دي. د دغه پروګرام پلي کوونکي د کابل منډوی د رغونې پروژې له مستقیمو ګټه اخیستونکو او اړوندو بنسټونو سره د دې پروژې د عملي کېدو په موخه د اړینو پاملرنو د پياوړتیا لپاره همغږي او مشورې کوي.‎ د دې طرحې په پلي کېدو په کابل منډوي مارکیټ کې د وسایلو د زیاتوالي، د ښاري بېخ‌بنسټونو د پياوړتیا او د امنیت د ښه والي تر څنګ به په دغه بازار کې د پانګونې کچه لوړه شي او په پلازمېنه کې به د اقتصادي فرصتونو او کاري بوختیاوو د زیاتوالي لامل شي.