د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالي د آبادۍ پروګرامونو تر څنګ د ښار ښکلي کولو ته هم پاملرنه کوي.

15 سرطان 1399

د لا زیاتو ښاري آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه په دې وروستیو کې په لومړۍ ناحیه کې د کابل ښاروالۍ له لوري د قاضي بڼ د بیارغونې کار بشپړ شو، چې د فوټبال ورزشي ډګر او د ماشومانو د لوبو ډګر جوړول، څاه کیندل او د څښاک اوبو ذخیره جوړول پکې شامل وو. دغه بنسټ د رغونې او جوړولو له لارې د چاپېریالي او ټولنیزو اسانتیاوو تر څنګ د ښار د ښکلي کولو اړخ ته هم پاملرنه کوي. لومړۍ ناحیه نظر فرهنګي میراثونو درلودو او همدارنګه اقتصادي ارزښتونو ته په پام د کابل ښار یوه تاریخي او مهمه ناحیه ګڼل کېږي.