دغه پارکونه منل شوو ښاري معیارونو ته په پام جوړ شوي دي؛ چې احاطه، د پلو لارو پوښل، چوکۍ، د اوبولو لپاره څاه، د ساتونکي کوټه، چمن، ګلبوټي اېښودل او ښکلاییز ځړوبي پکې شامل دي. د دغه پارک په جوړېدو به کورنیو او د ناحيې اوسېدونکو ته چاپېريالي اسانتياوې چمتو شي. کابل ښاروالي له ځايي اوسېدونکو تمه لري چې د خپلو پارکونو ساتنې ته پاملرنه وګړي؛ ځکه کابل ښاروالي د خلکو له همکارۍ پرته په يوازې ځان د زرغونو ساحو پراختيا او ساتنه نه شي کولی.
په دولسمه ناحیه کې اوه تفريحي پارکونه بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شول
16 سرطان 1399