د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له کابل ښاروال سره د پولي تخنیک پوهنتون د رییس او ځینو مسوولانو لیدنه

17 سرطان 1399

د پولي تخنیک پوهنتون رییس انجینر عبدالرشید اقبال او ځینو مسوولانو له کابل ښاروال سره ولیدل. په دې لیدنه کې د پولي تخنیک پوهنتون او کابل ښاروالۍ تر منځ پر دوو اړخیزو همکاریو بحث وشو. د پولي تخنیک پوهنتون رییس وویل چې دغه بنسټ حاضر دی چې په مختلفو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي. ښاغلي سلطانزوی هم زیاته کړه چې علمي مرکزونه باید له کابل ښاروالۍ سره وتړل شي او د ښاري وضعیت د ښه‌والي لپاره دوه اړخیزه همکاري ترسره شي. کابل ښاروال وویل چې د پولي تخنیک پوهنتون محصلین کولی شي چې په هر سمستر کې د خپل ستاژ کارونه د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو څخه په ګټه اخیستنه ترسره کړي. دواړو اړخونو د پولي تخنیک پوهنتون او کابل ښاروالۍ تر منځ د همکارۍ د یوه هوکړه‌لیک پر لاسلیکولو هم بحث وکړ.