د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.8 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال ته د KARIT پروژې د کار پرمختګ پریزنټېشن وړاندې شو

17 سرطان 1399

د اغاخان موسسې د KARIT پروژې مسولانو د دغې پروژې د کار له پرمختګ کابل ښاروال ښاغلي محمد داود سلطانزوی ته پریزنټېشن وړاندې کړ.

مخکې له دې د کابل ښاروال مشرتابه له اغا خان موسسې غوښتي وو، چې په ماشین خانه، چنداول او جوی‌شیر ساحه کې د کار د ډول په اړه کابل ښاروال ته روښانتیا ورکړي.

ښاغلي سلطانزوی په دې اړه وویل چې د ځينو پروژو په هکله اړینه ده چې د کابل ښاروالۍ نظر په پام کې ونیول شي.

کابل ښاروال د پروژې له مسوولانو وغوښتل چې د پروژو د کار په پرمختګ کې چټکي وکړي، څو د پروژو کار ژر بشپړ شي.

د KARIT پروژې کار په ۲۰۱۸ کې اغاخان بنسټ پيل کړ او ټاکل شوې چې په ۲۰۲۱ کې بشپړ شي.