د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د اسلامي بانک له رییس سره ولیدل

17 سرطان 1399

د افغانستان د اسلامي بانک رییس سید کریم الله الفلاحي له کابل ښاروال محمد داود سلطانزوی سره ولیدل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د افغانستان اسلامي بانک ته بلنه ورکړه چې د ښاروالۍ د پرمختيايي پروګرامونو په برخو کې ونډه واخلي او که لېوالتیا ولري، د کابل ښاروالۍ په مختلفو برخو کې پانګونه کولی شي. کابل ښاروال چمتووالی وښود چې له هر اړخیزو خبرو اترو او د دغه بانک د پروګرامونو په اړه له معلوماتو اخيستو وروسته به د دغو دوو بنسټونو د عملي پروګرامونو او همکاريو په اړه تصمیم ونيسي. د افغانستان د اسلامي بانک رییس هم لېوالتیا وښوده چې له هر اړخیزو خبرو او د افغانستان اسلامي بانک او کابل ښاروالۍ تر منځ له همغږۍ رامنځته کېدو وروسته به د کابل ښاروالۍ د پرمختيايي پروګرامونو په برخو کې پر عملي پروګرامونو او د پانګونې پر پلان کار وکړي.